نړيواله ټولنه دې په مقبوضه جمو كشمير كښې امن او كشميري مېرمنو لپاره غږ پورته كړي، د 7 لسيزو څخه د هند قابض پوځ په مقبوضه كشمير كښې د مېرمنو په ضد جنګي جرائم كوي. د وزيراعظم عمران خان ټويټ

اسلام آباد 23 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې نړيواله ټولنه دې په مقبوضه جمو كشمير كښې امن او كشميري مېرمنو لپاره غږ پورته كړي، د 7 لسيزو څخه د هند قابض پوځ په مقبوضه كشمير كښې د مېرمنو په ضد جنګي جرائم كوي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې نن د كشميري مېرمنو د مزاحمت ورځ ده، د 7 لسيزو څخه د هند قابض پوځ په مقبوضه كشمير كښې د مېرمنو په ضد جنګي جرائم كوي. د مودي حكومت د پنځم اګست د پرېكړې نه پس د كشميري مېرمنو په كشالو كښې اضافه شوې ده.