نائجر، په كډوالو د خوراك او مرستې څيزونو وېش په مهال هله ګوله ٬ 20 كسان مړه ٬ 10 ژوبل

نیامی ۔ 18 فروری (اے پی پی) د لوئيديزې افريقې نائجر هېواد كښې د كډوالو ترمينځھ د خوراك او مرستې څيزونو وېشلو په مهال د بد نظمۍ او هلې ګولې په نتيجه كښې 5 كوچنيان او 15 مېرمنې مړې او 10 نور كسان ژوبل شوي ۔ د فرانس خبر رسانې ادارې له مخې د دفه ګورنر عيسی ليمائن ووئيل دا پېښه تېره ورځ د دفه يوت اېنډ كلچرل سنټر كښې رامخې ته شوه۔ د ملګرو ملتونو لخوا اكتوبر كښې د خپور شوي راپور له مخې دې سيمه كښې 109 زره نائیجیرین كډوال او 109 زره ځائي بې كوره مېشته دي۔ دغسې 30 زره نور وګړي قطبي ختيز رياست كښې د عدم استحكام له امله دلته راغلې دي