مينځني افغانستان كښې د واورې كمر پريوتو له امله 21 كسان مړه شول

كابل 14 فروری (اے پی پی) د افغانستان چارواكو وئيلي دي مينځنيولايت دائكنډی كښې د واورې كمر پريوتو له امله 21 كسان مړه شوي ۔ د افغانستان د قدرتی آفات وزارت وياند له مخې د واورې كمر پريوتو په نتيجه كښې اوس هم د 7 كسانو لټون روان دے دغسې ریسكیو شوي 10 ژوبل كسان روغتون ته رسولې شوي، د مړو كسانو تعلق د دوو كورنيو سره دے ، د واوري كمر پرويتو سره 50 كورونه هم تباه شوي۔ چارواكو له مخې په مړو د زياتوالي اندېښنه ده ځكه چې د خراب موسم په وجه لاندې د ګيرو شوو كسانو د لټون عمل كښې ستونزي رامخې ته كېږي