كېبنېټ سېكرټرېټ لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ كېږي

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) كېبنېټ سېكرټرېټ لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د سناتور محمد طلحه په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي نوټس له مخې كمېټۍ ته به غونډه كښې د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكتر وفاقي ادارو كښې د نان ټیکنکل آفیسرز په انجئینرنګ او ټیکنکل چوكو د تعينات كېدو سببونو او بېلو وزراتونو كښې د ټیکینکل اېډوائزر د تعينات كولو او د مجوزه رولز اېنډ رېګولېشنز په اړه بريفنګ وركوي۔