قومي مېنز اېنډ وېمن نېټ بال چېمپئن شپ به د فرورې په 27مه نېټه په اسلام آباد كښې پېل كېږي

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾ د پاكستان نېب بال فېډرېشن تر سيوري لاندې قومي مېنز اېنډ وېمن نېټ بال چېمپئن شپ به د فرورې په 27مه نېټه په اسلام آباد سپورټس كمپلېكس كښې پېل كېږي. د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر رزاق له مخې ټورنامنټ لپاره چمتووالې نيول شوے. ده ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره د هېواد 16 لوبډلو ته بلنه وركړې شوې. د چېمپئن شپ د سيمي فائنل مقابلې به د مارچ په وړومبې نېټه او د فائنل مقابلې به د مارچ په 2مه نېټه كېږي.