طالبانو سره امن لوظنامه كيدونكې ده، ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 14 فروری (اے پی پی) د امریكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي امریكا د طالبانو سره د امن لوظنامې په اړه اتفاق راپېدا كولو ته نزدې ده او ډير زر به اتفاق وكړې شي۔ډونلډ ټرمپ په خپل يو بيان كښې ووئيل ما ته ښكاري چې مونږ لوظنامې ته نزدې شوې يو او دا ښه موقع ده، د دې مطلب دا نه دے چې په لوظنامه اتفاق شوې خو په يو څو اوونيو كښې به لوظنامه وكړې شي