شاهزاده چارلس به د مارچ په 23مه نېټه د اردن دوره كوي

اومان 26 فروري (اے پي پي) د برتانيې شاهزاده چارلس او د هغه كورودانه كميلا به د مارچ په 23مه نېټه د اردن دوره كوي. هغه دا دوره د برتانيې او د اردن د دوه اړخيزه اړيكو په لړ كښې كوي. د خبر له مخې شاهزاده چارلس او د هغه كورودانه به د خپلې دورې په مهال د اردان باچا عبدالله دويم او ملكې رانيه العبدالله سره ملاقات كوي. هغه به د داسې بېلا بېلو تنظيمونو دوره هم كوي چې مرسته ئې برتانيه كوي. د شاهزاده چارلس لخوا دا د اردن دريمه دوره ده