سنټر فار ګلوبل اینډ ستراتيجك سټډیز اسلام آباد او ایسوسی ایټډ پریس آف پاکستان د مرستې مفاهم له يادښت لاس ليك كړو

اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) سنټر فار ګلوبل اینډ ستراتيجك سټډیز اسلام آباد او ایسوسی ایټډ پریس آف پاکستان ترمينځه مرستې له د مفاهم په يادښت لاس ليك د جمعې په ورځ شوې ۔ د مفاهم په يادښت د لاس ليك دستوره اے پی پی هيډکوارټرز كښې وشوه چې مقصد ئې د دواړو ادارو ترمينځه بيلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول دي۔ دا هم پريكړھ وكړې شوه چې دواړه ادارې به مضامین، خبرونه او نور دستاویزی مواد/ ای۔ریسرچ مواد تبادلو پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې په ګډه كار كوي۔د سی جی اېس اېس صدر میجر جنرال(ر) سید خالد عامر جعفری او د اے پی پی ډائریکټر انټرنېشنل نیوز محمد قمراللہ چوہدری د خپلو خپلو ادارو د اړخه د مفاهم په يادښت لاس ليك وكړو