د ھاؤسنګ اېنډ ورکس ډویژن پرمختيائي كارونو له تر دې دمه 2 اربه 22 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري

اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د ھاؤسنګ اېنډ ورکس ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې دمه 2 اربه 22 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړي دي۔ حكومت ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له روان مالي كښې 3 اربه 43 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شوي شمېرو له مخې حكومت خېبر پختونخوا كښې حيات آباد كښې د پولیس سټېشن او بېرکس جوړولو له 2 کروړه 73 لکھ، موسیٰ خېل تونسه روډ له 24 کروړه، سوھاوہ چکوال روډ له 40 کروړه، مندرہ چکوال روډ له 24 کروړه، نیو سېکرټرېټ بلاکس كښې تعميراتي كارونو له 10 کروړه او په راوي درياب پل جوړولو له 16 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي