کراچۍ 20 فروري (اے پی پی) پاکستان سپر لیګ (پی سی ایل) فائیو كال 2020 د پرانستې دستوره په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې وشوه۔ د پي اېس اېل په پنځه كلنه تاريخ كښې په وړومبي ځل پاكستان كښې د پرانستې دستورې پېل د قامي سرود څخه اوشو ٬ په دې موقع لوبغالي كښې لائټس بند كړې شوې وٶ او سپينې او شنې رڼاګانو سره لوبغالي كښې تماشګير په احترام اودرېدل او قامي سرود ئې واورېد۔ د زيارت په ورځ دستوره كښې نېشنل سټېډيم برقي چراغونو څخه سنګار كړې شوې ٶ او د هنر مندانو او سندرغاړو لپاره پراخه سټېج جور كړې شوې ٶ۔ په سټېډيم كښې موجود تماشګيرو هنر مندانو او سندرغاړو له د فن په څرګندونه داد وركړو۔ د دستورې كوربتوب نوموړي سندرغاړي او هنر مند فخر عالم كولو ٬ چې بكښې 350 هنر مندانو د خپل فن څرګندونه وكړه۔ د پرانستې دستوره كښې شٶبز سره تعلق لرونكو سره سره نوموړو شخصياتو په لويه شمېره ګډون كولو