د پاکستان او مصر ترمېنځه دفاعي پېداوار كښې مرستې لپاره بلها موقعې موجود دي

APP58-27 ISLAMABAD: February 27 - Commander-in-Chief and Minister for Defence & Military Production of Egypt General Mohamed Ahmed Zaki called on President Dr. Arif Alvi at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان مصر سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په څانګه كښې قوې اړيكې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مصر کمانډر ان چيف او د دفاع وزير جنرال محمد احمد ذکي سره وكړه چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان مصر سره د ورورولۍ اړيكو ته زيات اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په څانګه كښې قوې اړيكې موجود دي۔ ده ووئيل د دفاعي پېداوار په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه موقعې شته٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد كامياب جنګ كړې دې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي