د پاکستان او مصر ترمينځه د دفاعی پیداوار مرستې په اړه پراخه موقعې شته

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاکستان مصر سره د ورورولۍ اړيكې لري، دغسې دواړه هېوادونه د دفاع په اړه قوي لاړيكې لري۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د مصر کمانډر ان چیف او د دفاع وزیر جنرال محمد احمد ذکی سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ليدلې ؤ۔اولس مشر ووئيل پاکستان د مصر سره د ورورولۍ اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه خپلو كښې د دفاع په اړه هم قوي اړيكې لري۔ ده ووئيل د دفاعی پیداوار په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې پراخه موقعې شته او پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد کامیاب جنګ كړې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزی كوي