د پاکستان او ترکیه اړيكې په اسلامي ورثه او اقدارو آډانه دي

APP70-14 ISLAMABAD: February 14 – Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr Firdous Ashiq Awan in a meeting with H.E Dr Serdar Cam Dy Tourism Minister of Turkey. APP

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالي ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پاکستان او ترکیه اړيكې په شريكه اسلامې ورثه او اقدارو آډانه دي٬ كومې چې تر رياستونونو محدود نه دي بلكې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د ژورې ملګرتيا عكاسي كوي ٬ تركيه جې د كشمير په مسئله په كوم ډول ملاتړ كړې مونږ پرې وياړ لرو٬ د پي ټي وي٬ راډيو پاكستان او ټي آر ټي ترمېنځه په پروټوكول لاسليك سره به ميډيا٬ اطلاعات او د كلتورونو په اړه اړيكې لا وده اومومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د تركيه د سېلګرۍ دوهم وزير سره د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په شريكه اسلامي ورثه او اقدارو آډانه دي٬ كومې چې تر رياستونونو محدود نه دي بلكې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د ژورې ملګرتيا عكاسي كوي ۔ دې ووئيل تركيه جې د كشمير په مسئله په كوم ډول ملاتړ كړې مونږ پرې وياړ لرو٬ بې ګناه كشميريان د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د اسلامي نړۍ د پاملرنې مستحق دي ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پي ټي وي٬ راډيو پاكستان او ټي آر ټي ترمېنځه په پروټوكول لاسليك سره به ميډيا٬ اطلاعات او د كلتورونو په اړه اړيكې لا وده اومومي، دا مرسته به د راډيو او پي ټي وي د پروګرامونو تبادلې او د اسلامي نړۍ د كاز بيانيه رامخې ته كولو لپاره معاون اوګرځي۔ دې ووئيل د فلم او سنېما په اړه مرسته قوي كولو ته اړتيا ده ۔ دې ووئيل د لوړې كچې د ستراتېژك مرستې كونسل (اېچ اېل اېس سي سي) غونډې كوربتوب به د شريكو اريكو مستحكمولو لپاره سنګ ميل اوګرځي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سېلګرۍ په اړه په مرسته خوشحاله شوې يو٬ د سېلګرۍ موضوع د وزيراعظم عمران خان زړه ته نزدې ده۔ دې ووئيل د تركيه اولس مشر د سرمايه كارۍ او معيشت په مېدان كښې د اريكو ودې په اهميت رڼا اچولې۔ دې ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ رامخې ته كولو په اړه زياتې موقعې موجود دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل زه دا خواهش لرم چې د تركيه زيات خلق د سېلګرو په حېث پاكستان ته راشي