د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترك دفاع وزير جنرال (ر) هلوسي اكار سره وليدل

پنډۍ ۔ 14 فروری (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترك دفاع وزير جنرال (ر) هلوسي اكار سره جي اېچ كيو (پنډۍ) كښې ليدلې دي ۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ٬ په نړيواله سلامتيا او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان تركيه سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ټول عمري له به ترك وروڼو سره څنګ په څنګ ولاړ وي ۔ ګران مېلمه منطقه كښې د شخړو مخنيوي له تركيه سره د پاكستان د مرستې ستائنه او پاكستان لپاره د دغې ډول جذبې څرګندونه