د پاكستان سپرليګ 5م اېډيشن سبا پېل كېږي۔ ليګ كښې ټائټل ترلاسه كولو له به د 6 لوبډلو ترمينځھ 34 مېچونه كېږي

اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) د پاکستان کرېکټ بورډ تر سېوري لاندې د پاكسان سپر ليګ 5 م ايډيشن سبا د زيارت ورځې څخه كراچۍ كښې پېل كېږي۔ ۔ دستوره كښې به د پي سي بي چيئرمېن احسان ماني ٬ د ټولو فرنچائز مالكان او د ټولو لوبډلو سرلوبغاړي ګډون كوي۔ د پرانستې دستوره كښې به 350 فنكاران د خپل فن څرګندونه كولو سره د دستورې خوند لا زياتوي۔ د اېچ بی اېل پی اېس اېل فائیو ټول مېچونه به په اولني ځل پاكستان كښې كولې شي۔ لیګ كښې به د نړۍ نوموړي لوبغاړي تر نظره كېږي ۔ کوئټه ګلېډی اېټرز به ليګ كښې د ټائټل دفاع كوي۔ د بهرنيو لوبغاړو پاكستان ته د راتللو لړۍ روانه ده۔ د لوبغاړو تحفظ له د امنيت فول پروف انتظامات شوي ۔ د تفصيلات له مخې د اېچ بي اېل پي اېس اېل 5 م اېډيشن سبا زيارت ورځې څخه پېل كېږي۔ نن د شورؤ په ورځ به ماسپخين درې نيمې بجې د اېچ بی اېل پی اېس اېل فائیو ټرافۍ په نېشنل سټېډیم کراچۍ كښې خاص دستوره كېږي۔ دستوره كښې به د پي سي بي چيئرمېن احسان ماني ٬ د ټولو فرنچائز مالكان او د ټولو لوبډلو سرلوبغاړي ګډون كوي۔ د مخكتنې دستورې څخه وروستو به د پي سي بي چيئرمېن احسان ماني او د ټولو فرنچائز مالكان نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې خبري كنفرنس كوي۔ په 20 فرورۍ به د پرانستې دستوره كېږي كومه كښی به چې 350 فنكار د خپل فن څرګندونه كوي۔ د پرانستې دستورې نه وروستو به د شپې 9 بجې په نېشنل سټېډيم كښې د دفاعي چېمپئن كوئټه ګلېډي ایټرز او اسلام آباد یونائیټډ ترمينځھ او په 21 فرورۍ به ماسپخين درې بجې د كراچي كنګز او پشاور زلمي ترمينځھ مېچ كېږي۔ د شپې 8 بجې به قذافي سټېډيم لاهور كښې د قلندرز او ملتان سلطانز ترمينځه مېچ كېږي۔ ليګ كښې ټائټل ترلاسه كولو له به د 6 لوبډلو ترمينځھ 34 مېچونه كېږي۔ د ليګ 14 مېچونه به لاهور ٬ 9 كراچۍ ٬ 8 پنډۍ او 3 ملتان كښې كولې شي