د وزیراعظم د قامي روغتيا په اړه خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا ایران كښې د کرونا وائرس له امله د 5 كسانو په مړينه اندېښنه څرګنده كړه

اسلام آباد 24 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي روغتيا په اړه خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د ایران قم ښار كښې د کرونا وائرس وباء په خپريدو او د 5 كسانو پھ مړينه اندېښنه لرو ۔ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل مونږ په بشپړ چمتو يو او د نزدې څخه د صورتحال څارنه كوو او پاکستان د وائرس څخه محفوظه ساتلو له اقدامات کوو۔ ده ووئيل مونږ د کرونا وائرس خپريدو مخنيوي په اړه د ایران د هڅو بشپړ ملاتړ كوو او په دې سخت وخت كښې د ايران سره د يووالي څرګندونه كوو