د وزيراعظم عمران خان د نمل پوهنتون د تاسيس اوومې ورځې په موقع دستورې ته وېنا

ميانوالي 23 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نړۍ وړومبې فلاحي رياست حضرت محمد ﴿ص﴾ په مدينه كښې جوړ كړے و كوم چې په ټوله نړۍ كښې غوره ماډل دے، كوم يو هېواد چې هم په دې اصولو عمل كړے، پرمختګ ئې كړے، د ژوند مقصد او د مرګ ځواب كوم هم سائنس ونه لټولو بلكې د دې ځواب په مذهب كښې دے. وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ په ميانوالي كښې خان د نمل پوهنتون د تاسيس اوومې ورځې په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د متحده عرب اماراتو د تعليم وزير شېخ نهيان مبارك النهيان، د پوهنتون رېكټر او وائس چانسلر هم وېنا وكړه. وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئيل چې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو مونږ سختو معاشي چېنلجونو سره مخ وو، په هغه سخت وخت كښې متحده عرب اماراتو، سعودي او چين د پاكستان ملګرتيا وكړه. په دې د پاكستان اولس د دوي مننه كوي. متحده عرب امارات زمونږ د سخت وخت ملګرے دے، مونږ ئې كله هم نه شو هېرولې. ده ووئيل چې كله مو په دې ځائ كښې د پوهنتون جوړولو پرېكره وكړه نو ټولو ملګرو وئيل چې مشكل كار دے ، دلته به فېكلټي نه راځي، ځكه زه د فېكلټې د غړو مننه كوم او دوي ته پېرزوينه وړاندې كوم چې دوي دلته د تدريس كار پېل كړو او دا د دوي د شوق عمازي كوي. د دوي مې تل ستائنه كړې. وزيراعظم ووئيل چې نن ورځ د زده كوونكو د كورنيو لپاره هم د خوشحالې ورځ ده چې د دوي بچي د نړيوال معيار سند اخلي. زه د دوي په خوشحالو كښې شريك يم. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د نړۍ وړومبې فلاحي رياست حضرت محمد ﴿ص﴾ په مدينه كښې جوړ كړے و كوم چې په ټوله نړۍ كښې غوره ماډل دے، كوم يو هېواد چې هم په دې اصولو عمل كړے، پرمختګ ئې كړے، د ژوند مقصد او د مرګ ځواب كوم هم سائنس ونه لټولو بلكې د دې ځواب په مذهب كښې دے.(