د نړۍ تر ټولو زيات عمره سړے په جاپان كښې مړ شو

ټوكيو 25 فروري (اے پي پي) د نړۍ تر ټولو زيات عمره سړے په جاپان كښې مړ شوے. د المان خبر رسنې ادارې له مخې چېټيټسو واتانابے د مېنځني جاپان د جوئيتسو ښار اوسېدونكے ؤ. د نهې په ورځ د 112 كلونو په عمر كښې د هغه د مړينې د خبر تصديق شوے. دا سړے څو ورځې وړاندې مړ شوے ؤ. چېټيټسو د مارچ په 5مه نېټه كال 1907م كښې زېږېدلې ؤ. په دې وخت كښې د نړۍ تر ټولو د زيات عمر مېرمن كانيتانا ده چې عمر ئې 117 كاله دے، دا مېرمن هم جاپانې ده.