د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان څلور ورځنۍ دورې ترسره كولو نه پس هېواد ته ستون شو

اسلام آباد ۔19 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان څلور ورځنۍ دورې ترسره كولو څخه وروستو د شورؤ په ورځ سحر هېواد ته ستون شوې ۔ د لاهور علامه اقبال انټرنېنشل ايئرپورټ نه د روانېدو نه پس خپل ټويټ كښې ده د پاكستاني اولس مننه وكړه۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې د نړيوالې ادارې مشر انتونیو ګوتریس خپل ټويټ كښې وئيلي دي زه د پاكستان دوره ترسره كولو څخه وروستو بېرته روان يم۔ د دې دورې په مهال ما شاهي قلعه كومه چې نړيواله كلتوري ورثه ګرځولې شوې او بادشاهي مسجد اوكتلو او ورسره مې د لاهور د پراخه او ژوندي كلتور څخه خوند پورته كړو۔ زه په زړه پورې دوره د پاكستاني اولس مننه كوم۔ دې څخه وړاندې په لاهور ايئرپورټ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم عمومي سېكتر ته مخه ښه اووې۔ انتونیو ګوتریس منطقه كښې امن او ترهګرو ته ماتې وركولو له د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل د لاهوري اولس د مېلمستيا خوند به په كلونو هېر نه كړم۔ تېره ورځ په حضوري باغ كښې خپل درناوي كښې د پنجاب اعلی وزير او ګورنر لخوا وركړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا دستوره كښې هغه وئيلي وو پنجاب زياته كلتوري ښكلا لري۔ هغه د پاكستان دوره په زړه پورې ګرځولو سره د پاكستان كلتور ستائنه او د اولس مننه وكړه۔ هغه د دربارصاحب کرتار پور دوره هم وكړه چرته چې هغه ته د پاكستان حكومت لخوا سكھ ورورولۍ ته د وركړې كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ هغه د ملګرو ملتونو امن مشنز له د افرادي قوت په وركولو د پاكستان او نړيوال امن مشنز كښې شاملو د پاكستان امنيتي اهلكارو د بهادرۍ او قربانۍ هم ستائنه وكړه۔ د خپلې دورې په مهال عمومي سېكتر وزيراعظم عمران او د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ملاقاتونه كړي او اسلام آباد كښې ئې د افغان كډوالو په اړه نړيوال كنفرنس كښې ګډون كړے۔ هغه ووئيل د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو بايد عمل وكړې