د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس لخوا د پاكستان څلور ورځنې دوره د وزيراعظم عمران خان د حكومت برے دے. د امريكې د نامتو مجلې راپور

واشنګټن 26 فروري (اے پي پي) د امريكې نامتو آن لائن مجلې ډپلومېټ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس لخوا د پاكستان څلور ورځنې دوره د پاكستان وزيراعظم عمران خان د حكومت مهمه بريا ګرځولو سره وئيلي دي عمران خان د هېواد د اقتصادي او معاشي ستونزو لرې كولو سره سره د كشمير په مسئله خپله بيانيه مخ په وړاندې بوځي او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس كاميابې دورې سره نه يوازې د حكومت ډاډګېرنه شوې بلكې په خپله د عمران خان مقبوليت هم زيات شوے. د راپور له مخې عمران خان د خپلې خارجه پالېسې د محور په توګه د كشمير مسئله او د هند د كرېك ډاٶن معامله په مستقل توګه ژوندې ساتلې. د پاكستان دورې په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د بيانونو د ټولې نړۍ مېډيا كورېج كړے. د انتونيو ګوترېس نه پس د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د پاكستان دوره وكړه په كومه كښې چې ده د كشمير په مسئله پاكستان سره په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كړې. مجلې وئېلې دي هند جې د ترك اولس مشر په ضد چې څنګه غبرګون اوښودلو داسې ئې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په ضد اونه ښودلې شو. د راپور له مخې په تېر وخت كښې په هند كښې د بهارتيه جنتا پارټې د حكومت په پالېسو په سخت دريځ نه خپلولو د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت نيوكو سره مخ شوے ؤ ، په كال 2016م كښې په كشمير كښې د برهان واني په قتل يوازې د غندنې نه كار اخستې شوے ؤ. د دې نه علاوه پخوانې وزيراعظم د شنګهائي مرستې په تنظيم كښې هم د كشمير كشاله په ښه ډول وړاندې كولو كښې پاتې راغلې ؤ .