د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش كاميابې دورې سره د وزيراعظم عمران خان مقبوليت زيات شوےپه نوموړي نړيوال آن لائن مېګزين ډپلومېټ كښې د خپور مضمون متن

نیو یارک۔ 25 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش كاميابې دورې سره د وزيراعظم عمران خان مقبوليت زيات شوے۔ هغه د هېواد دننه په پېښو اقتصادي معاشي مسئلو قابو موندلو سره سره د كشمير په مسئله خپله بيانيه مخ په وړاندې بوځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نوموړي نړيوال آن لائن مېګزين ډپلومېټ كښې خپور يو مضمون كښې شوې ۔ د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټی ټیوټ (آئی پی آر آئی) مرستيال څېړنكار حمزہ رفاقت حسېن مضمون كښې ليكلي دي د ملګرو ملتونو د مشر څلور ورځنۍ دوره د عمران خان د حكومت مهمه كاميابي ده كوم چې د خپلې خارجه پالېسۍ د محور په توګه د كشمير مسئله او د هند د كرېك ډاؤن معامله په مستقل توګه ژوندۍ ساتلې ده۔ د دې كاميابې دورې څخه وروستو د عمران خان په مقبوليت كښې اضافه شوې ۔ مضمون كښې ليكلي شوي د عمومي سېكتر دورې څخه وروستو د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان د پاكستان دوره كړې كومه كښې چې هغه وئيلې تركيه د كشمير په مسئله پاكستان سره ولاړ دے او هند بايد د كشميري اولس سفاكه محاصره بنده او د هغوي بنيادي حقونه بحال كړي۔ ده ليكلي پخوا هند كښې د بھارتيه جنتا ګوند حكومتې پالېسيو په ضد په نرم دريځ خپلولو د مسلم ليګ ن په حكومت ټكونه شوي وو۔ په كال 2016ء كښې كشمير كښې د برهان واني په وژنه بايد په ګڼ اړخيزه نكته نظر اډانه غبرګون رامخې ته شوې ولې دغه مهال يوازې د غندنې ټكي كارولې شوي ۔ اوس د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر دوره د وزيراعظم عمران خان د حكومت د كاميابۍ په توګه ستائلې شي او د دې له امله د پي ټي آئي سياسي مقبوليت كښې زياتوالې هم كېږي كوم چې د هېواد دننه په يو شمېر اقتصادي او معاشي پالېسيو قابو موندلو له هڅې كوي