د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوترېس د افغان كډوالو نړيوال كنفرنس ته خطاب

APP14-17 ISLAMABAD: February 17 – UN Secretary General Antonio Guterres addressing the UN Refugee Summit on Monday. APP

اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوترېس وئيلي دي پاكستان د 40 كلونو نه افغان كډوالو ته خپلې دروازې پرانستې لري۔ پاکستان او ایران په ګرده نړۍ كښې د كډوالو دويم تر ټولو لوئے هېواد دے۔ د افغان كډوالو د كوربتوب قيصه 40 كاله پخوانۍ ده كومه چې د يووالي ٬ ورورولۍ اړيكو او د قربانۍ په جذبه اډانه ده۔ د ملګرو ملتونو د كډوالو كنونشن څخه څو سوه كاله وړاندې قرآن پاك كښې د برابرۍ خبره شوې وه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان كښې د 40 كلونو څخه د مېشته افغان كډوالو په اړه نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال وزیراعظم عمران خان او كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فلپو ګرېنډي په شمول مهم ملكي او نړيوال شخصيات موجود وو۔ ده ووئيل له 40 كلونو افغان اولس ستونزو سره مخ دے او پاكستان دوئي له خپلې دروازې پرانستې لري۔ ده ووئيل پاكستان سره د خپلو كورنيو مسئلو افغان كډوالو له خپل مثبت كردار ترسره كړې ۔ ده ووئيل د افغان مسئلې حل د افغان مشرتابه په مشاورت كښې پټ دے۔ افغانستاں كښې د امن د لارې د لكھونو په شمېر وګړو ژوند كښې بدلون راتللې شي چې مثبت اغېز به ئې د منطقې په پرمختګ او سوكالۍ اوشي۔ ده ووئيل پاكستان او ايران د افغان كډوالو كوربتوب له د مفاهمت تر ټولو غوره مثال لري او دواړو كوربه هېوادونو چې د افغان كډوالو كوم ډول كوربتوب كړې د داسې ورورلۍ بل مثال نه موندلې كېږي۔ده ووئېل افغان اولس له 40 كلونو مسئلو سره مخ دے او پاكستانې اولس دوئي سره پرله پسې د يووالي څرګندونه كړې ۔ تاريخ كښې د دې مثال نشته۔ ده ووئيل اسلام هم پناه لټوونكو ته د تحفظ وركولو درس وركوي۔ ده ووئيل مونږ له به د افغان امن عمل مرسته كول وي دغسې چې د كډوالو عزت سره بېرته تلل ممكن شي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې ٬ نړيوالې ورورولۍ له به په دې اړه عمل او انتظاماتو كښې شراكت داري كول وي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د امن عمل بايد د ټولو شراكتدارانو مشاورت سره باوري شي كوم چې ګرده نړۍ كښې امن لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل دا ننې كنفرنس او په دې كښې د ټولو پلاويو ګډون د دې خبرې عكاسي كوي چې مونږ له به په نړيواله كچه پرله پسې همكاري كول وي۔