د كشمير مسئله مونږ لپاره د اندېښنې وړ ده

APP66-17 ISLAMABAD: February 17 – UN Secretary General Antonio Guterres addressing at the Refugee Summit Islamabad on 40 Years Hosting Afghan Refugees in Pakistan. APP

اسلام آباد 17 فروری (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس وئېلي دي چې د كشمير مسئله مونږ لپاره د اندېښنې وړ ده٬د كشمير شخړې په لړ كښې ملګري ملتونه د ثالثۍ كردار ترسره كولې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پارليمان د خارجه كمېټو مشرانو او د پارليمان غړو سره په خبرو كښې وكړه۔د پارليمان غړو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره خارجه وزارت كښې شريك ملاقات وكړو۔خارجه وزير معزز مېلما سره د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد٬سيد فخر امام او د نورو غړو سره معرفي كړو۔د پارليمان غړو عمومي سېكتر د كشمير اوسني صورتحال نه خبر كړو۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكترووئيل چې څو ځله پاكستان ته راغلے يم٬د دې دورې مقصد پاكستان سره د يو والي څرګندونه ده۔پاكستان امن سره مينه لرونكې هېواد دے۔ده ووئيل چې د كشمير مسئله مونږ لپاره د اندېښنې وړ ده٬د كشمير شخړې په لړ كښې ملګري ملتونه د ثالثۍ كردار ترسره كولې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔