د فرورۍ 27مه نيټه د جارحيت په ضد د پاك پوځ د عزم ورځ ده ۔ مېجر جنرل بابر افتخار

پېنډۍ 27 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال بابر افتخار وئيلي دي د فرورۍ 27مه نيټه د جارحيت په ضد د پاك پوځ د عزم ورځ ده٬ دښمن دې پوهه شي چې پاكستان به د جارحانه عزائمو ځواب وركوي۔ خپل ټوېټ كښې د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال بابر افتخار ووئيل د فرورۍ په 27مه نيټه د دښمن د جارحيت ځواب ئۍ ژوندې مثال دې٬ مونږ د مړانې ځواب به هر ځل دښمن حېرانه كوي٬ د دښمن د هر ډول جارحيت به بشپړه ځواب وركولې شي۔