د فرورۍ په 27مه نيټه مونږ نړۍ ته دا پېغام وركړې دې چې مونږ خپله دفاع كولې شو

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د فرورۍ 27مه نيټې په اړه نننۍ ورځ به تاريخ كښې تل ياد ساتلې شي۔ د زيارت په ورځ د فرورۍ 27مې نيټې په اړه خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل په دې ورځ زمونږ مېړني پوځ د جرات او مړانې څرګندونه كولو سره تاريخ رقم كړې٬ د فرورۍ په 27مه نيټه مونږ نړۍ كښې دا پېغام وركړې دې چې مونږ خپلې دفاع كولې شو٬ په راتلونكي كښې به هم مونږ د دښمن په خپلو ارادو كښې كاميابۍ ته پرې نه ږدو۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د هند الوتكه رانسكورولو سره مو دښمن ته ښودلې چې مونږ دوي څخه غوره دفاعي صلاحيت لرو۔ ده ووئيل د اړي ګړي په مهال هندي پائليوټ خوشې كولو سره مونږ نړۍ ته د امن د علمبردارۍ ثبوت وركړې۔ ده ووئيل نن هندي واكمنو په خپل اولس ظلم او جبر كوي۔ ده ووئيل مونږ په خپلو ځواكونو وياړ لرو څوك چې د هېواد دفاع لپاره هر وخت ويخ او چمتو ولاړ دي۔ ده ووئيل د هند حكومت د كشمير پشمول په هند كښې په مسلمانانو ظلمونو كېدو سره د قائد اعظم د دوه قامي نظريې اهميت ثابت شوې دې٬ په نننۍ ورځ دا هم ثابت شوې چې پاك پوځ جارحيت نه خوښوي بلكې د جارحيت مخالفت كوي۔ شاہ محمود