د عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس دورې مقصد د نړۍ پام د افغان كډوالو نا سمه حالت پلو ګرځول وو۔ د ملګرو ملتونو وياند

نیویارک ۔ 21 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو وياند په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغوي د 40 كلونو څخه د لكھونو په شمېر د افغان كډوالو د خيال ساتلو بوج پورته كوؤنكي هېواد پاكستان مرسته روانه اوساتي۔ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډوجیریک د نړيوالې ادارې هېډكوارټر نيويارك كښې خبري كنفرنس كښې ووئيل دا يوازې د پاكستان ذمه واري نه ده بلكې نړيوالې ورورولۍ له به هم د پاكستان مرسته كول وي۔ د يو پاكستاني خبريال د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس دورې مقصد د نړيوالې ورورولۍ پام د افغان كډوالو ناوړه حالت پلو ګرځول وو۔ وياند ووئيل د نړيوالې ادارې مشر د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د افغان كډوالو مرستې ستائنه وكړه۔ پاكستاني اولس دوئي ته خپل هېواد كښې هركلې وئېلې هر څو چې دا د هغوي ذمه واري نه وه۔ عمومي سېكتر د پاكستان دورې په مهال په دوه ورځني نړيوال كنفرنس كښې ګډون كړے كوم چې د افغان كډوالو پاكستان كښې د 40 كلونو په ترسره كېدو راجوړ كړې شوې ؤ