د طالبانو سره لوظنامه كښې به د عسكرو ستنېدل شامل وي، د امریكې خارجه وزير

واشنګټن 26 فروری (اے پی پی) د امریكې خارجه وزير مائیك پومپیو وئيلي دي طالبانو سره كيدونكې لوظنامه كښې به د وخت مقرر په بنیاد د عسكرو ستنيدل هم شامل وي۔ د خارجه وزارت د اړخه پریس كنفرنس كښې پومپیو ووئيل افغانستان كښې د تشدد پېښو كښې كمی راوستو نه پس به امریكا په 29 فروری یا په بله كومه نيټه طالبانو سره لوظنامه كوي۔ ده ووئيل لوظنامه كښې به د شرائط وپه بنیاد وخت هم ټاكلې شي چې پكښې به د عسكرو ستنيدل او د افغانستان بيلو ډلو ترمينځه خبرې اترې شامل وي۔