د سوريې پوځ د تركيې ډرون الوتكه ويشتلو سره راوغورځوله

دمشق 26 فروري (اے پي پي) د سوريې پوځ د تركيې ډرون الوتكه ويشتلو سره راوغورځولې. د سوريې خبر رسنې ادارې له مخې د سوريې پوځ په ادلب كښې په سوئيلي داديخ سيمه كښې دا الوتكه راغورځولې. پوځ وئيلي دي چې د هر ډول فضائي حدودو د خلاف ورزې به سخت ځواب وركولې شي. د خبر له مخې د سوريې جنګي الوتكو د تفتناز په هوائي اډه بمباري هم كړې چرته چې د تركيې عسكر په ځائ دي. د سوريې پوځ د تېرو دوه مياشتو نه په ادلب كښې د داعش په ضد په لويه پېمانه عمليات كوي، چې پكښې بريالې شوے هم دے خو تركيه د دې عملياتو مخالفت كوي.