د سوئيلي افريقې او انګلېنډ ترمينځھ دويم ټي ټونټي مېچ نن كېږي۔

ډربن ۔ 13 فروری (اے پی پی) د سوئيلي افريقې او انګلېنډ كرېكټ لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز دويم مېچ نن د جمعې په ورځ کنګز میډ، ډربن كښې كېږي۔ پروټیز ته انګلېنډ په ضد د درېو مېچونو سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې مېلمه لوبډلې ته په خپل اولني ټي ټونټي مېچ كښې سختې مقابلې څخه وروستو 1 رن سره ماتې وركړې ۔ دې څخه وړاندې انګلېنډ سوئيلي افريقې ته د څلور ټېسټ مېچونو په سيريز كښې 3-1 سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځني مېچونو سيريز 1-1 سره برابر پاتې كېدو سره ختم شوې ۔ دواړو لوبډلو يو يو مېچ ګټلې ؤ او يو مېچ د باران دلاسه نه ؤ شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز درېم او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 16 مه نېټه سنچورين كښې كېږي