د سوئيلي افريقه او آسټرېليا كرېكټ لوبډلو ترمينځھ اولنې ټي ټونټي مېچ د فرورۍ په 21 مه نېټه كېږي

جوهانسبرګ ۔ 18 فروری (اے پی پی) د سوئيلي افريقه او آسټرېليا كرېكټ لوبډلو ترمينځھ اولنې ټي ټونټي مېچ د فرورۍ په 21 مه نېټه وانډیرس سټېډیم، جوهانسبرګ كښې كېږي۔ آسټرېليا به د خپلې دورې په مهال د پروټيز په ضد د درې يو ورځني او درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ آسټرېلوی لوبډله به خپله دوره د فرورۍ په 21 مه نېټه خپل اولني ټي ټونټي مېچ څخه پېل كوي كومه به چې جوهانسبرګ كښې كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم ټي ټونټي به د روانې مياشتې په 23 مه نېټه پورټ الزبت او درېم او وروستې ټي ټونټي مېچ په 26 مه نېټه كېپ ټاؤن كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ به په 29 فرورۍ پرل ٬ دوهم په 4 مارچ بلوم فونټېن او درېم او وروستې مېچ به په 7 مارچ پوچیفسټروم كښې كېږي