د سوئيلي افريقا او انګلېنډ ترمينځھ اولنې ټي ټونټي نړيوال كركټ مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

ایسټ لندن 10 فروری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوال مېچونو سيريز اولنې مېچ به ﴿سبا﴾ د شورؤ په ورځ بفالو پارک، ایسټ لندن كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې انګلېنډ سوئيلي افريقا ته د څلور ټېسټ مېچونو سيريز كښې 3-1 سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځني مېچونو سيريز 1-1 سره برابر پاتې كېدو سره ختم شوې وو۔ دواړو لوبډلو يو يو مېچ ګټلې وو او يو مېچ د باران دلاسه نه وو شوے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچ به د فرورۍ په 12 مه نېټه ایسټ لندن ٬ دوهم په 14 فرورۍ ډربن او درېم او آخري مېچ به په 16 فرورۍ سنچورين كښې كېږي