د سوئيلي آفريقې اوآسټرېليا ترمينځھ درېم او وروستې ټي 20 مېچ نن كېږي

کېپ ټاؤن ۔ 25 فروری (اے پی پی) د سوئيلي آفريقه او آسټرېليا ترمينځھ د سيريز درېم او وروستې ټي 20 نړيوال كركټ مېچ سبا د شورؤ په ورځ كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ دې څخه وړاندې مېلمه لوبډلې آسټريليا د سيريز په اولني مېچ كښې آسانۍ سره په 107 رنزونو كاميابي ترلاسه كړې وه ولې په دويم مېچ كښې د سوئيلي افريقه لوبډلې زړه پورې كم بېك كولو سره مېلمه لوبډلې ته 12 رنزونو سره ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړې ؤ۔