د سعودي په لوېديځه سحرائي سيمه كښې په ټرافيكي پېښه كښې 11 غېر ملكيان مړه شوي دي

جده 23 فروری (اے پي پي) د سعودي په لوېديځه سحرائي سيمه كښې په ټرافيكي پېښه كښې 11 غېر ملكيان مړه شوي دي. په پېښه يو تن بچ پاتې شوې او وئيلي ئې دي چې هغه په تېر وخت كښې د سعودي نه بې دخل كړے شوے و او اوس بېرته چې راغلو نوې پېښې سره مخ شو. د خبر له مخې دا پېښه د الهدار سيمې نه 70 كلوميټره لرې رامېنځ ته شوې. دا تن ااېتهوپيا سره تعلق لري او وائي چې په ګاډي كښې اوده شوے و او چې راويښ شو نو ګاډې پېښې سره مخ شوے و. ده ووئيل چې په دې پېښه كښې د ده 11 هېوادوال چې پكښې مېرمنې هم دي ، مړه شوي دي.