د سري لنكا او وېسټ انډيز كرېكټ لوبډلو ترمينځھ اولنې يو ورځنې مېچ نن كېږي

کولمبو ۔ 21 فروری (اے پی پی) د سری لنکا او وېسټ اندیز کرېکټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز اولنې مېچ نن د خالي په ورځ كولمبو كښې كېږي۔ مېلمه لوبډله به د سري لنكا په ضد د درې يو ورځني او دوه ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د ټور مېچونو څخه وروستو د سري لنكا او وېسټ انډيز ترمينځھ د سيريز اولنې مېچ نن د خالي په ورځ كولمبو كښې كولې شي۔ دويم مېچ به په 26 فرورۍ همبنټوټا او دريم او وروستې يو ورځنې مېچ به په 1 مارچ پالے کېلی كښې كولې شي۔ دې څه وروستو به د دوه ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچ په 4 مارچ او دويم او وروستې مېچ په 6 مارچ پالے کېلی كښې كولې شي۔ د وېسټ انډيز لوبډلې مشري کیرون پولارډ كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې فیبین ایلن، سنیل امبریس، ډیرن براوو، روسټن چیسی، شیلډن کوټریل، جیسن هولډر، شائی هوپ (وکټ کیپر)، الزاری جوزف، برېنډن کنګ، کیمو پاؤل، نیکولس پوران، رومین پاؤل، روماریو شیفرډ او هیډن والش جونیئر شامل دي