د زمبابوے كركټ لوبډله نن بنګله دېش ته روانېږي۔ د خپلې دورې په مهال به يو ټېسټ ٬ درې ون ډے او د دوه ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي

هرارے ۔ 13 فروری(اے پی پی) د زمبابوے کرکټ لوبډله (نن) د جمعې په ورځ د بنګله دېش په دوره روانېږي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد يو ټېسټ ٬ د درې يو ورځنيو او دوه ټي ټونټي نړيوالو مېچونو په سيريز كښې ګډون كوي۔ مډل آرډر بېټسمین کریګ ایرواین به د زمبابوے لوبډلې مشري كوي۔ د زمبابوے کرکټ لوبډله به د بنګله دېش دورې پېل د بنګله دېش كركټ بورډ الېون په ضد د روانې مياشتې په 18 مه نېټه دوه ورځني ټور مېچ څخه كوي۔ د بنګله دېش په ضد يوازنې ټېسټ مېچ به د روانې مياشتې 22 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې ډھاكه كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د يو ورځنو مېچونو سيريز د مارچ اولنۍ نېټې څخه پېل شي۔ دويم يو ورځنې مېچ به په 3 مارچ او درېم او وروستې مېچ به په 6 مارچ كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ اولنې ټي ټونټي مېچ به په 9 مارچ او دويم او وروستې مېچ به په 11مارچ كولې شي۔ دا دواړه مېچونه به ډھاكه كښې كولې شي۔ مډل آرډر بېټسمین کرېګ ایرواین به د لوبډلې مشري كوي۔ د زمبابوے لوبډلې په نورو لوبغاړو كښې سکندر رضا، ریګس چکباوا ، کیون کاسوزا، ټمیسن ماروما، پرنس مسواور، کرسټوفر مپوفو، برائن مدنګینیما، کارل ممبا، ټینوټینډا مټومبوډی، آئنسلے نډلو، وکټورنیاؤ ټریپانو او چارلټن سوشما شامل دې