د زرعي پوهنتون پېښور کانووکېشن به د فرورۍ په 13مه نېټھ كېږي

پېښور 11 فروري (اے پي پي) د زرعي پوهنتون پېښور کانووکېشن به د روانې مياشتې په 13مه نېټھ كېږي۔ ریهرسل به په 12 فرورۍ د شورؤ په ورځ سهار 9 بجې په مركزي كتابتون كښې كېږي۔ د زرعي پوهنتون ډائرېكټر له مخې كانووكېشن كښې د برخه اخستونكو ټولو رجسټرډ ګرېجوېټس ريهرسل ته حاضرېدل لازمي دي۔ رجسټرډ ګریجوېټس دې رجسټرېشن کارډ راوړلو سره ګاؤنز د فرورۍ 7مې نېټې څخه تر 11 مې نېټې ډائرېکټرېټ آف ټیچنګ څخه ترلاسه كړي۔ کانووکېشن كښې برخه اخستونكو ته هدايت شوے چې د امنيت وضعه نظر كښې نيولو سره چاته به د الېكټرانك آلاتو ٬ موبائل فونز او كېمرې وغېره راوړلو اجازه نه شي وركولې۔