د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جاپان انټرنېشنل تعاون ايجنسۍ صدر شنيچي كيتاؤكا سره خبرې

اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد دے٬جاپاني سرمايه كارو ته به هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ده دا خبره د جاپان انټرنېشنل تعاون ايجنسۍ(جائيكا)صدر شنيچي كيتاؤكا سره خبرو كښې كړی چا چې د زيارت په ورځ هغه سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كړې۔خارجه وزير ته د جائيكا صدر د تنظيم د بېلو څانګو سره د مرستې په اړه بريفنګ وركړو۔خارجه وزير د پاكستان او جاپان ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ په اړه د نوو موقعو څخه جائيكا صدر خبر كړو۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او معاشي مرسته لا پراختيا كولو ته سلا راغلې ۔خارجه وزير ووئيل جائيكا په پاكستان كښې د تعليم٬روغتيا٬انساني او سماجي پرمختګ او افغانستان سره اړوندو او نورو سيمو كښې مرسته كوي۔ د جائيكا د تعليم او نورو بشري پرمختګ څانګو كښې مرسته د ستائنې وړ ده او جائيكا سره نورو څانګو په خاص توګه ټېكنالوجي او نورو معاملاتو كښې نور مرستې خوښي لري۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان بهرني سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد دے۔جاپاني سرمايه كارو ته پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كولو هركلے وائيو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان بهرني سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد دے٬جاپاني سرمايه كارو ته به هر ډول آسانۍ وركولې شي