د جیانګ زو په روغتون كښې د بستر وګړي حالت د اطمينان وړ دے

بیجنگ ۔19 فروری (اے پی پی) جيانګ زو كښې د پاكستان قونصل جنرل ډاكټر ديار خان وئيلي دي د كورونا وائرس د لاسه به د پاكستان او چين ترمينځھ د تجارت پشمول نورې تبادلې نه ځپلې كېږي۔ هم دغه سبب دے چې مونږ د سېلګرۍ يا وېزو په اړه كوم خبردارې نه دې وركړې ۔ چائنا اکنامک نېټ ورک سره مركه كښې ده هيله څرګنده كړې چې پاك چين تجارتي اړيكو ته به تر اوږدې مودې لا تقويت ترلاسه شي ولې چې چين زمونږ نزدې ملګرې او شراكت دار دے او زمونږ اړيكې د هر آزمائش په وخت قوي ثابتې شوي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس خپرېدو څخه سمدستي وروستو زمونږ حكومت چينائي مشرتابه سره تماس نيولې او زمونږ سېنېټ چينائي اولس سره د يو والي څرګندونې له قرارداد منظور كړے۔ ده ووئيل پاكستان په سمدستي توګه رنځورانو له ماسك ٬ حفاظتي لباس او دستانو په شمول نور ضروري سامان وركړې او مونږ اوس هم د دوي مرستې له چمتو يؤ۔ ده زياته كړه چی مونږ د كورونا مخنيوي او په دې قابو موندلو له د چينائي مشرتابه د فعاله ګامونو ستائنه كوو او باور لرو چې ډېر زر به دې خطرناك وائرس ته ماتې وركړې شي۔ ده ووئيل د خوش قسمتۍ نه جيانګ زو كښې د كورونا وائرس له امله د شمېر يو څو پاكستاني وګړي روغتون ته رسولې شوي كومو كښې چې دا مهال د يو كس درملنې روانې دي او حالت ئې د اطمينان وړ دے۔ ده ووئيل هيله ده چې دې به ډېر زر روغتون څخه ولېږلې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه د كوم بل پاكستاني كېس نه دې رامخې ته شوې ۔ د پاكستاني تاركين وطن په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ ټولو پاكستانيانو ته دا وئيلي دي چې هغوي چرته هم وي سكون سره دې وي ،ټول ضروري احتياطي تدبيرونه دې خپل كړي او په چينائي حكومت او د روغتيا په اداره دې باور لري۔ ده ووئيل چينائي چارواكي نه يوازې د پاكستانو وګړو ساتنې له ګامونه پورته كوي بلكې د كومې هم مسئلې په صورت دوئي ته آسانۍ وركوي او د دوئي مرسته هم كوي۔ ده ووئيل مونږ په دې خوشحاله يو چې زمونږ قونصلګري د روانې وضعې په خاموشۍ سره او په مړانه مقابله كوي۔ ده ووئيل د هوبي په شمول نورو ځپليو سيمو كښې يو شمېر پاكستانو وګړو د چينائي حكومت ھڅو كښې د اولني صف رضاكارو په حېث برخه اخستې ده