د جاپان په بندرځائې ولاړې سمندري بېړۍ كښې په موجود 41 مسافرو كښې د كرونا وائرس تصديق

ټوکيو 07 فروري (اے پي پي) د جاپان يوكوهاما ښار كښې په بندرخائې په ولاړې سمندري بېړۍ كښې په موجود 41 مسافرو كښې د كرونا وائرس تصديق شوې دې چې ورسره د ځپلې كسانو شمېره 61 ته رسېدلې ده۔ د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې د جاپان سمندري بېړۍ ډائمنډ پرنسېس د سنګاپور نه بېرته ټوكيو ته د رارسېدو نه پس د دوه اوونيو راهسې په يوكوهاما بندر ځائ د كليئرنس په اتنظار كښې ولاړه ده كومه كښې چې د 3700 مسافرو د سكرېننګ عمل روان دې او د كرونا ځپلي مسافر جلا كولې شي۔ د جاپان د صحت وزير د خبري كنفرنس په مهال ووئيل تر اوسه د 273 كسانو ټېسټ شوې دې چې پكښې په 61 كښې د كرونا علامات تصديق شوې دي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې شوې دې