د ترکيې وړومبۍ ميرمن امينه اردوان د بيګم ثمينه علوي سره ويمن امپاورمنټ سنټرز كښې تربيه ترلاسه كوونكو ميرمنو او د تھيليسيميا ماشومانو مياندو له د ګنډلو مشينونه وركړل

APP61-14 ISLAMABAD: February 14 - First Lady Republic of Turkey Mrs Emine Erdogan along with First Lady of Pakistan Samina Alvi Mamaging Director Pakistan Bait-ul-Mal Aon Abbas Bupppi and SAPM on Poverty Alleviation and Social Protection Dr Sania Nishtar presenting Automatic Sewing Machine to a mother of Thalassemic Child. APP

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د جمهوريه ترکيې وړومبۍ ميرمن امينه اردوان د پاکستان وړومبۍ ميرمن بيګم ثمينه علوي سره د پاکستان بيت المال ويمن امپاورمنټ سنټرز كښې تربيه ترلاسه كوونكو ميرمنو او د تھيليسيميا په رنز اخته ماشومانو مياندو له د جديد ډول آټوميټيك ګنډولو مشينونه وركړې دي۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ثانيه نشتر، د پاکستان بيت المال منيجنګ ډائريکټر عون عباس بپي، د ترکيې فلاحي تنظيم ټي آئي کے اے مشر او د سېلګرۍ او كلتور دوهم وزير ډاکټر سيردار کيم او نور هم موجود وؤ۔ د جمهوريه ترکيې وړومبۍ ميرمنې د پاکستان او ترکيې دوه اړخيزه اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د مينې او احترام جذبه لري۔ دې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له د ميرمنو د خپلواكۍ په اهميت زور راوړو۔ د ترکيې وړومبۍ ميرمن پاکستان كښې د تھيليسيميا رنز په اړه د اندېښنې څرګندونې سره ووئيل د دې ناوړه رنز ختمولو لپاره د رنزورانو د مرستې سره سره حفاظتي تدابير اختيارولو ته اړتيا ده۔ د پاکستان وړومبۍ ميرمن بيګم ثمينه علوي د پاکستان مستحقو ميرمنو له د ګنډولو مشينونو په صورت قيمتي ډالۍ په وركولو د ترکيې وړومبۍ ميرمن مننه كولو سره ووئيل د دې مشينونو په مرسته به ګنې ميرمنې د خود انحصارۍ او عزت ژوند تيرول پيل كړې شي ۔دې ووئيل حکومت د ميرمنو په خپلواكۍ او په معاشي توګه په مستحکمولو باور لري او دې لپاره عملي اقدامات كوي ۔ په دې موقع د تركيې وړومبۍ ميرمنې امينه اردوان له د پاکستان وړومبۍ ميرمنې بيګم ثمينه علوي او د پاکستان بيت المال منيجنګ