د ترك اولس مشر د پاكستان دوره به د دوه اړخيزه معاشي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي او كلتوري رابطو لا زياتېدو سبب وګرځي۔ د ترک اولس مشر رجب طيب اردګان او وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې دوه اړخيزه اړيكې نوؤ اړخونو ته شاملېږي۔ د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي پاكستان او تركيه يو بل سره د ځانګړې ملګرتيا په خپلولۍ تړلي دي۔ په مذهب او كلتور اډانه دا خپلولي د دواړو هېوادونو اولس زړونو سره پېوست ده۔ د ترك اولس مشر او وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې دوه اړخيزه اړيكې نوې اړخونو ته شاملېږي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ترك اولس مشر د پاكستان د پارليمان شريكې غونډې ته په څلورم ځل خطاب د دواړو هېوادونو د ځانګړې ملګرتيا څرګندونه كوي۔ پاک ترک سټرېټېجک شراکت دارۍ سره اړوند د اعلی كچې د مشاورت شپږمه غونډه به د دواړو هېوادونو يو بل ته د لا نزدې كېدو سبب وګرځي۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير په مسئله زمونږ د دريځ په بشپړه ملاتړ كولو د پاكستان اولس د زړه نه د ترك مشرتابه او اولس احترام كوي۔ دې ووئيل د مقبوضه كشمير په اړه په اصولي دريځ خپلولو د تركيه مننه كوو۔ دې ووئيل د ترك اولس مشر د پاكستان دوره به دوه اړخيزه معاشي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي او كلتوري اړيكې لا مضبوطې كړي۔ دې سره به د تجارتي او كاروباري مرستې نوې لارې پرانستلې شي