د تركيې د كډوالو په اداره كښې به اوس د پښتو ژبې اسانيې هم وركولې شي

انقره 26 فروري (اے پي پي) د تركيې د كډوالو په اداره كښې به اوس د پښتو ژبې اسانيې هم وركولې شي. د تركيې د كډوالو ادارې په ټويټر په خپل اعلان كښې وئيلي دي چې د خبر رسنې په دې مركز كښې اوس د پښتو ژبې اضافه هم شوې. اوس به د تركيې، انګرېزې، عربې، روسيې، المان او فارسې ژبې سره سره 24 ساعته په پښتو ژبه كښې هم خدمت ترسره كولې شي.