د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته راورسېد

اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان په دوه ورځنۍ سركاري دوره د زيارت په ورځ پاكستان ته رارسېدلے۔ وزيراعظم عمران خان او نورو چارواكو په نور خان په هوائي مېدان د ګران مېلمه هركلے وكړو۔ په دې موقع دوه كوچنو اولس مشر رجب طيب اردوان ته د ګلونو ډالۍ وركړۍ۔ د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان دورې سره به د دواړو هېوادونو تجارتي اړيكې لا قوي شي ۔ رجب طيب اردوان سره په دوره كښې د ھغه د كورودانې پشمول اعلٰې چارواكي او كاروباري شخصيات هم ملګري دي