د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به(نن)د پارليمان شريكې غونډې ته وېنا كوي

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به(نن)د جمعې په ورځ 11 بجې د پارليمان شريكې غونډې ته وېنا كوي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د تركيه اولس مشر وېنا لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي۔شريكې غونډه كښې ګډون لپاره مېلمنو او مېډيا استازو ته خاص بلنې وركړی شوي ۔د پارليمان شريكه غونډه كښې به د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيران٬ګورنران او صدر او وزيراعظم او د آزاد كشمير سپيكر هم ګډون كوي۔په غونډه كښې غېر ملكي سفيرانو وسله والو ځواكونو مشرانو ته هم خاص بلنې وركړی شوي ۔وفاقي سېكتران٬اعلٰی وزير ٬ ګورنر او د ګلګت بلتستان سپيكر ته هم بلنې لېږلې شوې۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ ميديا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې رجب طیب اردوان د تركيه وزيراعظم په توګه 26 اكتوبر كال 2009 كښې او 21 مئي كال 2012 كښې د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا وكړې وه او د اولس مشر په حېث ئې په 17م نومبر كال 2017 كښې په وړومبي ځل وېنا كړې وه او نن د جمعې په ورځ به په دوېم ځل د پاكستان د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كوي كومې څخه چې د رجب طيب اردوان د پارلمان شريكې غوندې ته په څلورم ځل وېنا د اهميت وړ ګڼلې كېږي٬ دې سره د ھغه پاكستان سره د زياتې مينې او د لازواله دوستۍ غمازي كېږي۔ د اولس مشر رجب طیب اردوان د وېناګانو نه وړاندې تركيې اولس مشر کېنان ایورن هم په 15 نومبر كال 1985 كښې د پارلمان شريكې غوندې ته وېنا كړې وه ۔ د بيان له مخې د پاكستان پارلمان٬ سېنېټ او آئيني اسمبلۍ ته نورو غېر ملكي شخصياتو هم وېنا كړې۔ د پاكستان آئيني اسمبلۍ ته د وړومبي خطاب اعزاز د ايران شهنشاہ محمد رضا پهلوي ته ترلاسه دهے چا چې په 15م مارچ كال 1950 كښې وېنا وكړې وه ۔ دغسې د فلپائن اولس مشر دیوداس مېکا پګل په 15مه جولائۍ كال 1962 د پاكستان اسمبلۍ ته وېنا كړې وه دغسې د انډونيزيا اولس مشړ ډاکټر احمد سائیکارنو دجون په 26مه نيټه كال 1963 كښې د قامي اسمبلۍ غونډې ته وېنا كړې٬ د سری لنکا وزیراعظم بندرا نائیکے په 5م ستمبر كال 1974 كښې ٬ د ترکیه اولس مشر کېنان ایورن په 15نومبر كال 1985 كښې د فلسطين اولس مشر یاسر عرفات په 24 جون 1989 كښې قامي اسمبلۍ ته وېناګانې كړې۔ دغسې د فرانس اولس مشر فرانسس مترند په 20م فرورۍ كال 1990 كښې د ايران د مجلس شوريٰ سپيكر حجته السلام مهدی کروبي په 24مه فرورۍ 1991 كښې قامي اسمبلۍ ته وېناګانې كړې ٬ د ایران اولس مشر علي اكبر هاشمي رفسنجاني په 7م ستمبر كال 1992 كښې او دغسې د ايران د مجلس شوريٰ سپيكر علی اکبر ناطے نوري په 11 اپرېل 1994 كښې قامي اسمبلۍ ته وېنا كړې زه ۔ د چین وزیراعظم جیانګ ژیمن د دسمبر په دوېمه نيټه كال 1996 كښې د سېنېټ خاص غوندې ته وېنا كړې دغسې ملكه الزبته دوېم په 8م اكتوبر كال 1997 كښې د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كرې وه۔ د چین وزیراعظم وین جیا باؤ په 19م نومبر كال 2010 كښې د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كړې او هم د چين وزيراعظم لي كي چيانګ په 13مه مئي كال 2013 كښې د سېنېټ غونډې ته وېنا كړې ۔ د چین اولس مشر ژي جنګ پنګ په 21ټ اپرېل كال 2015 د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كړې او دغسې د انډونيزيا اولس مشړ جوکو ویدودو د جنورۍ په 26مه نيټه كال 2018 كښې د پارلمان شريكې غونډې ته د وېنا اعزاز ترلاسه كړے دے