د بنګله دېش او زمبابوے ترمېنځه د درېو مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ د مارچ په وړومبې نېټه كېږي

ډهاكه 25 فروري (اے پي پي) د بنګله دېش او زمبابوے د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درېو مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ به د مارچ په وړومبې نېټه په سهلټ كښې كېږي. د دې نه وړاندې كوربه لوبډلې مېلمه لوبډلې ته په يو ټېسټ مېچ كښې ماتې وركړې وه. د يو ورځنو مېچونو د سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوه ټي ټونټي مېچونه هم كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به د مارچ په درېمه نېټه او دريم مېچ به د مارچ په 6مه نېټه كېږي.