د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د فاطمه جناح مېډيكل پوهنتون كانووكېشن ته وېنا

لاهور 23 فروری (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د څو لسيزو نه هېلتھ پروفېشنلز ته غوره تعليم وركولو سره د بهر لېږلو غلطي شوې، اوس دا سودا قبوله نه ده، بايد مونږ ډاكټرانو لپاره اسانيې پېدا كړو چې دغسې قوم د دوي د خدمت نه محروم نه شي، زمونږ خوش قسمتي ده چې داسې وزيراعظم په لاس راغلې چې زيات پام ئې د روغتيا څانګې ته دے، ډاكټران دې خپلې وظيفه اي ذمه وارې يادې ساتي او د انسانيت په خدمت كښې دې د همدردې لمن نه پرېږدي. اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې په ايوان اقبال كښې د فاطمه جناح مېډيكل پوهنتون كانووكېشن ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، د فاطمه جناح مېډيكل پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر عامر زمان خان او د سنډيكېټ او فېكلټې غړي هم موجود وو. اولس مشر ووئيل چې په هېواد كښې په هېلتھ پروفېشنلز كښې دا كفيت عام دے چې جينكې د طب تعليم نه پس دا وظيفه نه ترسره كوي خو د هلكانو په مقابله كښې 80 فيصده جينكې پوزيشن ترلاسه كوي. د طب تعليم ترلاسه كولو نه پس بايد دوي احساس وكړي چې د دوي په تعليم د قوم سرمايه خرڅ شوې او د دوي د خدماتو نه ټولنه محروم كېږي. ده ووئيل چې د څو لسيزو نه هېلتھ پروفېشنلز ته غوره تعليم وركولو سره د بهر لېږلو غلطي شوې، اوس دا سودا قبوله نه ده، بايد مونږ ډاكټرانو لپاره اسانيې پېدا كړو چې دغسې قوم د دوي د خدمت نه محروم نه شي، زمونږ خوش قسمتي ده چې داسې وزيراعظم په لاس راغلې چې زيات پام ئې د روغتيا څانګې ته دے، ډاكټران دې خپلې وظيفه اي ذمه وارې يادې ساتي او د انسانيت په خدمت كښې دې د همدردې لمن نه پرېږدي. په دستوره كښې اولس مشر پوزيشن ترلاسه كوونكو ته مېډالونه او اسناد هم وركړل.