د اوسني حكومت كاميابه پاليسو په سوب د كرنټ اكاٶنټ خساره كمه شوې كومه چې د هېواد د معيشت استحكام څرګندوي

اسلام آباد 14 فروري(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د اوسني حكومت كاميابه پاليسو په سوب د كرنټ اكاٶنټ خساره كمه شوې كومه چې د هېواد د معيشت استحكام څرګندوي٬ نړيوالې مالياتي ادارې هم دا تسليموي ٬ مونږ له به قامي شرح نمو كښې اضافې لپاره برآمدات زياتولو ته پام ګرځول وي۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې د ميډيا استازو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د برېښنا او ګاز زياتې بيعې له امله د رامخې ته شوو مسئلو جاج لپاره به راتلونكۍ اوونۍ كښې غونډه كولې شي۔ وزيراعظم هېواد ته د پېښو معاشي مسئلو په وجوهاتو تفصيلي خبرې كولو سره ووئيل د اوسني صورتحال تاريخ په لسو كالو محيط دے كله چې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) حكومتونه په اقتدار كښې وٶ۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت وړومبۍ كال ډېر سخت ٶ ځكه چې هېواد كښې يوازې د دوو اوونيو لپاره د غېر ملكي زرمبادله پانګې موجود وې او د هېواد د ډيفالټ كېدو خطر ٶ٬ كه مونږ د لس اربه ډالرو د قرض قسط نه ؤ وركړې نو د بندېزونو او نورو مسئلو اندېښنه وه دغسې د ډالر بيعه 200 روپو ته د رسېدو سره سره د هر څيز بيعه به زياته شوې وه۔ وزیراعظم ووئيل په دې نازك پړاؤ كښې سعودي عرب٬ يو اے اي او چين زمونږ مرسته كړې او د پاكستان د ډيفالټ كېدو خطر ؤ ٬ د تېرو حكومتونو لخوا د برېښنا د نجي پېداوار كمپنو سره د لوظنامو حواله په حقله وزیراعظم ووئيل د نوو لوظنامو له مخئ زمونږ حكومت په پنخه سنټس يونټ ونډ انرژي ترلاسه كوي او پخوانو پېداواري كمپنو په 24 سنټس برېښنا وركوله۔ ده ووئيل حكومت ګرځېنده قرض د 36 اربه نه 12 اربه ته رارسولې دغسې نن پاكستان كښې نړيوال ګاز د 15 كالو پخوانۍ لوظنامې په نسبت په نيمه بيعه ترلاسه كېږي۔ ده ووئېل په برآمدات آډانه صنعتونو لپاره په كمه بيعه برېښنا وركول ضروري دي۔ وزیراعظم ووئيل په پرمختګ كوٶنكو او بې وسه هېوادنو كښې د غربت په وجوهاتو كښې كرپشن هم يو سبب دے په كوم چې په ترجيحي بنيادونو قابو موندلو ته اړتيا ده۔ په دې موقع ده ووئيل د چين حكومت لخوا په وزارتي كچه د 450 كسانو په ضد د بدعنوانۍ په تورونو د كاروائۍ په حقله ده ووئيل تر څو چې پاكستان كښې د دې لعنت خاتمې لپاره د پوخ عزم سره كار نه وي شوې تر هغې هېواد پرمختګ نشي كولې۔ وزیراعظم عمران خان د ميډيا بنديزونو په اړه د پوښتنې په ځواب ووئيل زمونږ حكومت دا ډول كومه اراده نه لري بلكې ما خپله پخواني اولس مشر پروېزمشرف ته په نجي توګه د نيوز چېنلز پرانستلو اجازې لپاره مشوره وركړې وه ٬ وزیراعظم ووئيل زما ميډيا سره د اوږدې مودې واسطه ده٬ زما د چين وړومبۍ دورې نه وړاندې په دوو انګريزي ورځپاڼو كښې سرخۍ لګېدې وه چې زه په سي پېك نظر ثانۍ لپاره بېجنګ ته روان يم او دغسې د ملازمتونو په اړه هم زما خبر د سياق و سباق نه لرې وړاندې كړې شوے او په دوو مياشتو كښې د وړومبني صف د ورځپاڼو لخوا ما پورې 21 بې بنسټه خبرونه منسوب كړې شوي چې ورسره حكومت او د پاكستان سپكاوې شوې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زمونږ په اقتدار كښې د راتللو نه پس هره څانګې لپاره په زړه پورې كار كړې چې ورسره د پاكستان په نړۍ كښې عزت زيات شوې او دا د ټولو او په خاص توګه د ميډيا ذمه واري ده چې ھغوي د قامي مفادات تحفظ لپاره ذمه وار كردار اولوبوي