د امريکې د انصاف وزير څخه د استعفي وړاندې كولو غوښتنه

واشنګټن 17 فروري (اے پي پي) د امريکي د انصاف وزارت د 1100 نه زياتو پخوانو ملازمانو د انصاف په وزير وليم بار د قانون سرلوړۍ كمزورې كولو تور لګولې٬ د يوې پرانستې چيټۍ د لارې دې كسانو وليم بار څخه د استعفا وړاندې كولو غوښتنه كړې ده۔ په دې تحريري حط كښې په وليم بار او ټرمپ په عدليه د اثر انداز كېدو تور هم لګولې شوې ٬ د دغې خط تعلق د سياسي چارو پخواني سلاحكار روجر سټون ته د اورولې شوې سزا سره دے٬ ټرمپ د استغاثه لخوا روجر سټون لپاره 9 كاله زندان عدالتي تېروتنه ګرځولې وه