د المان كابينې په انټرنېټ او سوشل ميډيا د كركې موادو خپرولو په ضد نوې قانون منظور كړو

برلن ۔ 20 فروری (اے پی پی) د المان وفاقي كابينې د انټرنېټ د لارې د كركې خپرونكو په ضد هېواد كښې د نوې سخت قانون نافذ كولو پرېكړه كړې ده۔ د انصاف وزير کرسټینے لامبریشټ لخوا وړاندې كړې مسودې تر مخه آن لائن كركه خپرونكي او دړكې وركوؤنكو ته به د سختې جرمانې سزا وركولې شي او د داسې كوم آن لائن پوسټ په اړه چارواكي خبرول لازمي ګرځولې شوي۔ د ځائي يا ملكي سياستمدارو بدنامولو هڅه كوؤنكو په ضد به قانوني كارروائي هم كولې شي۔ په دې قانون كښې دا نقطه هم شامل كړې شوې چې فېس بك او ټويټر يا نورو سوشل ميډيا وركس څخه د راپارونكو موادو زر تر زره لرې كولو له به فشار زياتولې شي۔ د دې قانون له مخې به نه يوازې د نيو نازي پراپېګنډه او د ترهګر بريدونو منصوبو مخنيوې كولې شي بلكې د مرګونو ٬ زياتۍ او فحش عكسونو شيئر كوؤنكي او د جرمونو منظوري وركوؤنكي وګړي به نيولې شي۔ آن لائن دړكې وركوؤنكو ته د درېو كالو زندان سزا وركولو وړاندېز هم وركړې شوې او اوس دا قانون منظورۍ له پارلېمنټ ته لېږلې شوې