د اسلامي تعليماتو له مخې بايد مونږ كوم خبر د تصديق نه غېر وړاندې نه كړو۔ د شخړو په مهال قومونه د دروغو خبرونو د لارې بدنامولې شي۔ مونږ له به مناسب ټكي كارولو سره فعاله ابلاغ پلو هم پام كول وي۔ نړۍ كښې ميډيا د ماركيټنګ د لارې بشري كمزوريو څخه ګټه پورته كوي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي نړيوال كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مناسبو ټكو كارولو سره سره په فعاله ابلاغ زور راوړولو سره وئيلي دي چې مونږ له به د كوم هم خبر مخكښې رسولو څخه وړاندې ددې تصديق كول وي۔ د شخړو په مهال د دروغو خبرونو د لارې قومونه بدنامولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د شخړو او ميډيا كردار حوالې سره نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د ټكو كارول د ځينې كسانو د نزدې كولو او د ځينو نورو د لرې كول سبب ګرځي۔ ځينې وختونو كښې زمونږ بچي هم زمونږ د لفظونو مقصد بل څه اخلي۔ ده ووئيل مونږ له به مناسبو ټكو سره سره فعاله ابلاغ پلو هم پام كول وي۔ ګرده نړۍ كښې ميډيا د ماركيټنګ د لارې د بشري كمزوريو څخه ګټه پورته كړې ده۔ ده ووئيل ما په ميډيا كښې د جعلي خبرونو په خپرونه هم تحقيقي مقاله ليكلې ده۔ په عراق كښې په لويه كچه تباهي خپرونكې وسله موجود نه وه ولې بياهم دغلته جنګ وكړې شو۔ د پلوامه بريد څخه وروستو هند په پاكستان بريد وكړو۔ پاكستان د هند دوه الوتكې نسكورې كړې او بنديوان پائيلوټ ئې بېرته وركړو۔ پاكستان نه يواځې خپل دفاعي صلاحيت وښودلو بلكې خپل ځان ئې امن خوښې هېواد هم ثابت كړو۔ ده ووئيل نوې كول دې ځان جعلي خبرونو څخه وساتي۔ د كوم هم قوم په ضد كارروائۍ څخه وړاندې هغه بدنامولې شي۔ ده ووئيل د اسلامي تعليماتو له مخې بايد مونږ كوم خبر د تصديق نه غېر وړاندې نه كړو۔ د شخړو په مهال قومونه د دروغو خبرونو د لارې بدنامولې شي